
ایکنانیوز د سعودي رسمي خبري آژانس «واس» له قوله راپور راکړی،د مسجدالحرام او مسجدالنبي د چارو ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي چې د نړۍ له نوې ټیکنالوژۍ څخه په استفادې سره د سږني حج موسم لپاره د حرمین شریفین تخنیکي او عملیاتي بیخ بینائي سسټمونه پیاوړې شوې دي، څو حاجیانو ته خوندي، ارام او د عبادت لپاره مناسب چاپېریال برابر شي.
د دې اعلامیې له مخې، مسجدالحرام اوس د یخَوَلو د نړۍ تر ټولو لویو سیستمونو څخه د یوه کوربه دی، چې ټولیز ظرفیت ئې ۱۵۵ زره ټنه تبرید ته رسېږي. دغه ظرفیت د «الشامیه» په نوم د ۱۲۰ زره ټنه او د «اجیاد» په نوم د ۳۵ زره ټنه دوو اصلي مرکزونو ترمینځ وېشل شوی دی.
دغه سیستم اوبه تر ۴ تر ۵ سانتي ګراد درجې پورې یخَوي، وروسته دغه سړې اوبه د یوه یوځای شوې چینل له لارې د هوا تنظیموَونکو یونټونو ته لېږدول کېږي، څو د حرارتي تبادلې له بهیر وروسته یخه او تصفیه شوې هوا د مسجدالحرام ټولو برخو ته ورسول شي.
د پراختیائي پروژو په چوکاټ کې د هوا تنظیموونکي واحدونه نوي شوي او ټول حرارتي تبادله کوونکي وسایل په نوو نمونو بدل شوي دي. همداراز د هوا د تصفیې فیلټرونه په منظم ډول بدلېږي، څو د چاپېریال تودوخه د ۲۲ تر ۲۴ سانتي ګراد درجو ترمنځ ثابته وساتل شي.
دغه سیستم د ۷۷ سکترڼ حرارتي حسګرو له لارې کنټرولېږي، چې د خلکو د ګڼې ګوڼې له مخې، په ځانګړي ډول د حاجیانو د زیات شتون پر وخت، د سیستم فعالیت تنظیموي. همداراز د هوا د تصفیې سیستمونه چې ۹۵ سلنه اغیزې لري او په دوامدار ډول د ساتنې پروګرامونه، د دې سترې مجموعې د فعالیت ثبات تضمینوي.
په مسجدالنبي کې هم د یخَوَلو یو مرکزي یونټ ، چې د نړۍ له تر ټولو لویو سیستمونو څخه ګڼل کېږي، د مسجد له لوېدیځ لوري ۷ کیلومتره لیرې موقعیت لري. دغه مجموعه د یخوَلو ۶ یونټونه لري چې د هر یوه ظرفیت ۳۴۰۰ ټنه دی، او همداراز ۷ اصلي پمپونه لري چې یخې اوبه لېږدوي.
د مسجدالحرام او مسجدالنبي د چارو ادارې د میلیونونو حاجیانو د تګ راتګ د مدیریت لپاره مسجدالحرام په ۲۲۴ برقي زینو یا پَاوَړیو او ۲۲ لِفټونو سمبال کړی چې په یوه ساعت کې له ۲۰۰ زرو څخه ډېرو حاجیانو ته د خدمت وړتیا لري.
په مسجدالنبي کې هم ۱۸۰ برقي زینې او ۲۵ لفټونه فعال دي.
د راپور له مخې، په حرمین شریفین کې د رڼا سیستمونو هم د پام وړ پرمختګ کړی دی. مسجدالحرام اوس له ۱۲۰ زرو څخه ډېر د رڼا واحدونه او ۶۹۰۰ لوسترونه لري، په داسې حال کې چې مسجدالنبي له ۱۳۷ زرو څخه ډېرو یوځای شوو LED څراغونو څخه ګټه اخلي.
دغه سیستمونه د سمارټ ودانیزې ادارې له لارې کنټرولېږي او د رڼا کچه د لمانځه د وختونو او د حاجیانو د شتون د اندازې له مخې تنظیمېږي.
https://iqna.ir/fa/news/4353646